له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په اروزګان ولایت کې له سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، اروزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د سرخم، بلاغ، ماشیناو، چوره او وانوو په سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شوو سیمو او پلونو څخه لیدنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د زیانمنو شوو سیمو څخه د لیدنې پر مهال له سیمه ییزو خلکو سره وکتل او د تسلې ورکولو ترڅنګ یې د هغوی ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه واورېدل.
ترابي صاحب زیان لیدونکو ته د خواخوږۍ ترڅنګ وویل، چې د دوی وړاندیزونه او ستونزې به د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ سره شریکې کړي، تر څو دې ننګونو ته د حل مناسبه لاره پیدا شي.
نېټه: ١٤٤٦/٩/٣
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره