له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرانست 

rahyab
Wed, Feb 19 2025 10:02 PM
news image

نن ورځ د چهار شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو د کار په پرانست غونډه کې ګډون وکړ. 
په دې پرانست غونډه کې د یاد ولایت والي قاري احسان الله بریال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي محمد صابر احمد، د تدارکاتو آمر مولوي احمدشاه ذهین، او یو شمېر مشرانو او د سیمې خلکو شتون درلود.
ترابي صاحب جوړې شوې غونډې ته وویل چې نن موږ د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار, چې یوه عامه المنفعه پروژه ده، د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پيلوو چې په ۶ میاشتو کې به بشپړ شي. او دا به درې پوړیزه اساسي ودانۍ وي, چې یوه برخه به یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ګدام لپاره وي دویم پوړ به یې ۶ اطاقه دفترونه وي درېیم پوړ به یی هم ۶ خونې ولري چې ټولټال به د ۳۶۴ مربع په ځمکه کې د ۲۶ په ۱۴ متره په اړخونو سره دا ودانۍ جوړه شي, او دا ودانۍ به ۱۲ اطاقه دفترونه ولري. 
همداراز ترابي صاحب زیاته کړه چې تېره اوونۍ مو د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرانست او په راتلونکې کې به درې دا ډول نورې ودانۍ په درېیو ولایتونو خوست، کندهار او سمنګان کې جوړېږي, چی هغه به هم هره ودانۍ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي.
همدارنګه ترابي صاحب د یاد ولایت له والي او له پېښو سره د مبارزې آمادګی رئیس څخه یې وغوښتل چې د دې پروژې له کیفیت او د کار چټکتیا څخه څارنه وکړي.|
په همدې حال کې، د کاپیسا والي محترم قاري احسان الله بریال، له پېښو سره د مبارزې آمادګی ملی ادارې سرپرست ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یادې ادارې او د امارت اسلامي د مشرتابه هڅې وستایلې او ویې ویل چې د دې پروژې پلي کول د ټولنې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.
همداراز، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس مولوي محمد صابر احمد ژمنه وکړه چې د ودانۍ د جوړولو پر بهیر به جدي څارنه وکړي او د کار کیفیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۰ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .