د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OCHR موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې, چې د AHF سازمان یې تمویلوونکی دی, د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د جوند ولسوالۍ اړوند ۴۱۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، چې د سیمهییزو چارواکو په شتون کې ترسره شو، هرې کورنۍ ته ۱ سیټ جاکټ، ۲ پټو، ۳ جوړې جرابې، ۴ جوړه بوټونه، ۶ جوړه دستکشونه، ۷ سیټه جاکټونه، ۵ جوړه ښځینه جرابې او ۸ تخته کمپلې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره