د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۶۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARADA او کورډ اېډ موسسو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادو موسسو سره په همغږۍ د یاد ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې، د وچکالۍ له امله ۴۶۷ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، چې د یادو مرستو دویم پړاو وو، هرې کورنۍ ته له سروې وروسته ٢,٩٢٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ١,٣۶٣,۶۴٠ (۱ میلیون، ۳۶۳ زره او ۶۴۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره