د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اکټیډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یادې موسسې سره په همغږۍ، ددې ولایت په خواجه غوران ولسوالۍ کې، له سروې وروسته ٨٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغه لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ٧,٨٩٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ٣٦١,٢٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره