له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورني نړیوالي کمیټې IRC  ترمنځ د ۱۱,۴۵۶,۲۵۷ (یوولس میلونو څلور لکه شپږ پنځوس زره دوه سوه اوه پنځوس) امریکایې ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوه

rahyab
Mon, Jan 20 2025 1:45 PM
news image

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورني نړیوالي کمیټې د رئیسې اغلي شرین حسن ابراهیم، د پروګرامونو مسؤل بوستان فهیم، د ارتباطاتو او بشري لاس رسي معاون ضیا الله صدیقي او د اړیکو مسؤل احمدضیا سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب د ژغورني نړیوالي کمیټې رئیسې او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو،  نن یو داسې هوکړه لیک لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ ولس ته نغدي مرستي رسول کیږي او د یادي مؤسیسې د ټول کاري ټیم څخه یې ځانګړې مننه وکړه او وویل چي تاسو باید خپل مرستي  جاري وساتۍ ترڅو ولس مو د خدماتو څخه برخمن سي او زیاته یې کړل چي ژمنۍ مرستي باید د ژمي په موسم کي وویشل سي تر څو خلګ د ژمني توکو څخه استفاده وکړي او پر وخت د مرستو څخه برخمن سي.
د IRC کمیټې رئیسې اغلي شرین حسن ابراهیم له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د ټولو کارکونکو څخه مننه وکړل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او ترڅنګ ئې وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره باید بیلابیل مؤسیسات او نړیوال سازمانونه  بیلابیلي مرستي وکړئ.
 د یادوني وړه ده چي یاد هوکړه لیک د ۱۱,۴۵۶,۲۵۷ (یوولس میلونو څلور لکه شپږ پنځوس زره دوه سوه اوه پنځوس) امریکایی ډالرو په ارزښت لاسلیک سو او د دې هوکړه لیک له لورې به په کابل ، بامیان ، لوګر،خوست،پکیتا،هلمند، هرات،بادغیس، کندوز ، ننګرهار، او لغمان ولایتونو کي اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې وویشل شي.
① ۱۳,۱۶۰ کورنیو ته د خوراکي توکو لپاره نغدۍ پیسې ویشل کیږې چي هرې کورنۍ ته به د ۸ میاشتو لپاره هره میاشت ۴۰  ډالره یا د هغه معادل افغانی ورکړل شي چې هره کورنی به ټولټال ۳۲۰ ډالره تر لاسه کوې.
 ②۵,۱۹۰ کورنیو ته د ژمنۍ توکو لپاره نغدي پیسې ویشل شي چي هرې کورنۍ ته به یو ځل ۳۳۱ امریکایی ډالره یا د هغه معادل افغانی وویشل شي.
 ③ ۷,۸۱۰ کورنیو ته د لومرنیو ارټیاوو لپاره نغدۍ مرسته وویشل شي چي هرې کورنۍ ته به یو ځل ۳۱۲ امریکایی ډالره یا د هغه معادل افغانی وویشل شي.
په ورستیو کي د دواړو خواوو پر ګډو همکاريو د دوامداره مرستۍ غوښتنه وسوه.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۹ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .