له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست او د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسسې ترمنځ د ۲۹۱۵۶ ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک سوه
نن ورځ پنج شنبه، له غرمي مخکي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې د سرپرست رئیس حزب الرحمن او مدیر اداري اجمل اصف سره وکتل.
ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د CWSA نړیوالي مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یی کړه چي ژمنۍ مرستي دي ژر تر ژره تر خلګو ورسوي ترڅو د ژمي توکي باید په ژمي کي وویشل سي.
|همد راز ترابي صاحب یادونه وکړه که مرسته لږ وي یا ډیره خو باید اساسي وي او اړمنو کورنیو ته پر وخت ورسیږي.
ورسته د اسیا ټولنیزو خدماتو نړیوالي مؤسیسې سرپرست رئیس حزب الرحمن د ترابي صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چي وخت یی ورکړ او زیاته یی کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره همکاري کړي ده او موږ هم تل کوښښ کوو چي خلګو ته مرستي ورسوو.
دیادوني وړ ده چي د ۲۹۱۵۶ ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک شوه له مخي به یې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کي ۱۲۰ بي وزله او اړمنو کورنیو ته د۲۰۰ ډالرو معادل نغدي افغانۍ ورکول کیږي.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۵ هـ ق
له پېښو سره دمبارزې اماده ګۍ ملي اداره