د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۰۲ کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه
د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AHF موسسې په مالي ملاتړ او د OCHR موسسې په تخنیکي همکارۍ، په علیشنګ ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ۲۰۲ زیانمنو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۰۵ کورنیو هرې یوې ته ۱۴،۴۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۱,۵۱۲,۰۰۰ (۱ میلیون او ۵۱۲ زره) افغانۍ نغدي پیسې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې پاتې نورو کورنیو ته به سبا ورځ نغدي مرستې ووېشل شي.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره