د چاودېدونکو توکو د خطرونو د پوهاوي په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د یونیسف د ساحوي ولایتي دفتر د کارکوونکو لپاره د چاودېدونکو توکو د پوهاوي په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.
دا پروګرام د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۱۴۰۳ کال د مرغومي میاشت له ۲مې څخه تر ۶مې نېټې پورې په پارک ستار هوټل کې ترسره شو. د دې پروګرام موخه په هغو سیمو کې چې له ګواښ سره مخ دي، د چاودېدونکو توکو د پېښو له امله د تلفاتو کموالی دی.
په پای کې ګډونوالو ته تصدیقلیکونه ورکړل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۶
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره