له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان اېډ مؤسیسې ترمنځ د (۷۱۵۵۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوې تفاهم نامې لاسلیک شوې

rahyab
Sun, Nov 24 2024 1:54 PM
news image

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغان ایډ مؤسیسې د پروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق او دپروژو مدیران همایون شیرزاد او نعمت الله وثیق سره وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسیسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو  چی  په هر ولایت کې چې مؤسیسه فعالیت کوي د هغوی لپاره د همکاري زمینه  لا نوره هم برابره کړو.
او موږ خپلو ټولو ولایتي رئیسانو ته  لارښوونه کړې ده چې له مؤسیسو سره هر نوع همکاري وکړي ترڅو د هغوی ستونزې پر وخت حل سي.
ورسته د افغان ایډ مؤسیسې دپروګرام مسؤل عبدالرحمن طارق له مؤسیسو سره ددې ادارې د  پوره همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته د۴۳ کالو راهیسي په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره کار کوي او هڅه کوي چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې د لومړۍ تفاهم نامې له مخې به د۶۴۲۳۷۹ ډالرو په ارزښت په غور ولایت فیروزکو،دولت یار، چهار صده، دولینه او شهرک په ولسوالیو کي ۱۷۵۲ زیانمنو کورنیو ته د دسون توکو او ګرمونکو جامو لپاره ۲۰۰ نغدي ډالره ورکول کیږي د۱۷۵۲ کورنیو له جملې څخه ۷۳۲ کورنیو ته دژمینو ګرمو جامو د رانیولو لپاره هري کورنۍ ته ۷۴ نغدي ډالره ورکول کیږي او ۷۳۲ کورنیو ته د ۵۷ ډالرو په ارزښت ۵ تختي کمپلي ورکول کیږي.
همداراز د دویمې تفاهم نامې له مخې به د ۷۳۱۴۰ ډالرو په ارزښت په سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالیو کي ۱۴۷  کورنیو ته دژمنيو بستو ویشل چي پکښی  ۵ تختې کمپلې چی ۴ داني دوه کیلویی او ۱ دانه څلور کیلویی دي، دوه دانې د نارینه  پټوان، دوه دانی ښځینه  شالونه، ۵ دانې د ماشومانو جاکټونه، ١٢ جوړې جورابې، ۴ جوړې دستکشې، دوه دانې نارینه  جاکټونه، ۴ دانې د ماشومانو خولی ګانې، دوې جوړې نارینه بوټونه، ۴ جوړې د ماشومانو بوټونه  او د ٢٠٠ امریکایي ډالرو په ارزښت د سوند لرګي شامل دي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۲ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .