له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د ایمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس او مل پلاوي سره ناسته وکړه
نن ورځ پنج شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د آیمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس محمد بیلو او تخنیکي پلاوي سره وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه مخکي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وویل چې افغانستان هغه هیواد دی چي د طبعي او غیر طبعي پیښو له ګواښ سره مخ دی او موږ غواړو چي دوقایوي پروژو په برخه کي ډیر کار وکړو ځکه وقایه کولای شي چي په لږ مصرف خلګ د ډیر زیان څخه وژغوري.
ترابي صاحب وویل چي په ۳۴ ولایتونو کي موږ د خطر نقطې معلومي کړي دي او غواړو چي په خپل وخت کي د خطرونو مخنیوۍ وکړو ترڅو خلګو ته زیان ونه رسیږي همداراز ده وویل چي یوازي د کابل ولایت په ښار کي ۷۴ خطرناکه ډبري وجود لري چی په سلګونو کورونه یی تر تحدید لاندي دي چي باید ژر تر ژره په خوندي ډول دهغو مخه ونیول سي.او په خوندی توګه ماتي سي ترڅو تر خطر لاندي کورونه یی د تحدید څخه وساتل سي.
وروسته د آیمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې رئیس محمد بیلو دیادي ادارې د سرپرست څخه ځانګړي مننه وکړه چي تر بل هر وخت اوس مؤسیسې غواړي چي دیادې ادارې سره همکاري وکړي او موږ هم غواړو چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره همکاري وکړو.
همدازار محمد بیلو وویل چي یاده مؤسیسه په ۲۰۱۰ کال کي فعالیت پیل کړی دی چي د معلوماتو دمدیریت او د پیښو خطرونو کمولو په برخه کي کار کوي.
دغونډي په ورستیو کي پر بيړنيو حالاتو او بيړنيو پروژو باندی د اړیکو پر ساتلو ټینګار وسو.
۱۴۴۶/۵/۱۹ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره