له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د مهاجرت نړیوال سازمان IOM له رئیسې سره وکتل
نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د نوي ګمارل سوې رئیسې میا پارک، د بېړنیو حالاتو مسؤل فهیم صافي او د اړیکو مسؤل محمد سلیم خالد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب له هر څه وړاندې د IOM پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې IOM سازمان تل زموږ سره په بشري او تخنیکي مرستو کې بی سیاری همکاري کړی ده چې موږ ورڅخه ځانګړې مننه کوو او په راتلونکې کې یې هم پر همکاریو ټینګار وکړ.
همداراز یې وویل چې مخکې په دې اداره کې د یاد سازمان دفتر فعال وو, خو اوس مهال یې دفتر غیر فعال دی که چېرې یاد سازمان خپل دفتر فعالوي موږ ورسره پوره همکاري کوو او کله چې یو کار یا هم پروژه مخ ته وړو باید په کار کې پوره شفافیت شتون ولري او د اصولو په چوکاټ کې وي.
د IOM سازمان نوې ګمارل سوې رئیسې میا پارک له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه چې موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل زموږ سره په طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې زیاته همکاري کړې ده او موږ به تل هڅه کوو چې د دې ادارې سره همکاره پاته سو.
میاپارک زیاته کړه چې موږ د اقلیمي بدلون د زیانمنو په اړه څېړنه کوو چې څومره کسان د اقلیمي بدلون څخه زیانمن کیږي ترڅو موږ پر وخت تدابیر ورته ونیسو.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۵ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره