له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د آقاخان بنسټ سره د لسو بنسټیزو پروژو د جوړولو په موخه د ګډو همکارویو تفاهم نامه لاسلیک کړه
نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د آقاخان د پرمختیایي شبکې همغږي کوونکي او د دې بنسټ له رئیس سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب وویل چي د افغانستان خلک هم بنسټیزو پروژو هم بشري او هم بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او موږ ټولو مؤسیساتو ته د خلکو د خدمت لپاره زمینه برابروو او زموږ ولایتي ریاستونه په ټولو ولایتونو کې له مرستندویه ادارو سره همکاري کوي.
نوموړي زیاته کړه چې خلکو ته مرسته رسول او له مؤسیساتو سره همکاري کول زموږ له اساسي دندو څخه ده
دآقاخان بنسټ رئیس نجم الدین نجم د دې ادارې له مشرتابه او کارکوونکو څخه د مؤسيساتو د چارو د پر وخت ترسره کولو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې موږ د ژمنه شویو پروژو د پلي کېدو په برخه کې پر خپل تعهد ولاړ یو او هڅه کوو چې د افغانستان خلکو لپاره نور هم زیات کارونه ترسره کړو.
د یادونې وړ ده چي د ۳۰۰۴۱۱ دري لکه څلور سوه یوولس ډالرو په ارزښت لس بنسټیزې پروژې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ په بغلان مرکزي، برکه، او دهنه غوري ولسوالیو کې پلي کېږي، چې د هرې پروژې لپاره ۲۰ زره ډالر بودیجه ځانګړې شوې ده
د یادونې ده چې دا پروژې به د خلکو د اړتیاوو له مخې د استنادي دیوالونو، اوبو رسولو کانالونو او نورو عامه تاسیساتو جوړولو په برخه کي وي
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۸ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره