له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او دتخنیکي او پراختیایی موسیسې ACTED ترمنځ دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شو

rahyab
Wed, Sep 11 2024 4:37 PM
تصویر خبر

نن چهار شنبه دپیښو سره دمبارزې ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب او د تخنیکي او پراختیایی موسیسی معاون او سرپرست الکسندرکیبي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب دتخنیکي او پراختایی موسیسې معاون سرپرست او مل پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي نن یو داسي تفاهم نامه لاسلیک کوو چي په هغه سره زموږ اولس ته بیلابیلي مرستي رسول کیږي او دیادي موسیسې د ټول کاري ټیم څخه یی ځانګړي مننه وکړه او وویل چي یادي مرستي باید جاري وساتو ترڅو اولس مو دخدماتو څخه برخمن سي.
او زیاته کړل چي دټولو موسیساتو او سازمانونو څخه مو غوښتنه داده چي د طبعي او غیري طبعي پیښو پر وړاندي مبارزه او وقایی په برخه کي لازمي همکارۍ وکړي .
دACTED موسیسې معاون الکسندر کیبي هم له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې دټولو کارکونکو څخه مننه وکړل چي دپیښو پر وړاندي دمبارزې اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي او ترڅنګ وویل چي دپيښو سره دمبارزې امادکی ملی د ادارې سره باید بیلابیل موسیسات او نړیوال سازمانونه دطبعي او غیري طبعي پیښو په اړه مرستی وکړي.
دیادې موسیسي رئیس وویل چي دا پروژه چي په هرات ننګرهار فاریاب بدخشان بغلان بلخ سرپل تخار کندز کي
۲۱۴۶۲۵۵ یوویشت لکه شپږ څلویښت زره دوه سوه پنځه پنځوس دامریکایی ډالره په ارزښت به بیلابیلو برخو کی زیانمونو سو کورنیو ته پلي کیږي دطبعي پیښو غیرو طبیعو پیښو؛صحت؛زده کړي؛ بي سرپنا کورنیو ته سر پنا جوړول او په بیلابیلو برخو کي خلګو ته خدمتونه کوي او یاده په پروژه به د۲۰۲۵ کال تر پایه دوام وکړي.
په اخر کي د دواړو خواوو له لوزی تفاهم نامه لاسلیک سوه او پر ګډو همکاريو دداوم غوښتنه وسوه.
۱۴۴۶/۳/۸ هـ ق
له پیښو سره دمبارزې د امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .