په کندهار ولایت کې د موسسو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rahyab
Tue, Jan 03 2023 11:29 AM
news photo

کندهار- د مرغومي ۱۳مه-۱۴۰۱
الحاج مولوي شمس الدین حقیار، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د نړیوالو اړیکو رییس، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پېښو مدیریت په برخه کې د همکارو موسسو استازو او د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او یو شمېر ولایتي مسوولینو په شتون کې د همغږۍ غونډې مشرۍ وکړه.
په دې غونډه کې د موسساتو د فعالیتونو د کړنلارې، د ۲۰۲۲ کال د فعالیتونو راپور او د ۲۰۲۳ کال لپاره د موسسو د پروګرامونو په اړه خبرې ترسره شوې.
وروسته د موسسو استازو د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټولو زیانمن شویو ته د رسېدنې په هکله ژمنتیا وښودله.
ورته مهال الحاج مولوي شمس الدین حقیار د دغه وزارت د نړیوالو اړیکو رییس، په جنوب زون کې د موسسو لخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سره د ښې همغږۍ څخه په ستاینې سره ووېل: اړتیا ده ترڅو د دولتي ادارو او موسسو ترمنځ د فعالیتونو د روڼتیا او زیانمن شویو ته د رسېدنې لپاره ښه همغږۍ رامنځته شي.
ښاغلي حقیار د ارزګان، زابل، هلمند او نیمروز ولایتونو په فعالیتونو باندې په خبرو سره د رسېدنې او وقایوي پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې همکاري او همغږۍ رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

تصویر خبر

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .