د هیواد په سویل ختیځ ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو ته د رسېدنې او بشري مرستو اړوند چارو د تنظیم کمېسیون غونډې ترسره کېدل

rahyab
Wed, Jul 20 2022 9:04 AM
News Image

کابل- د چنګاښ ۲۹مه- ۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، نن له غرمې وروسته د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، د داخلې وزارت، د کډوالو، د کلیو د پراختیا او د اقتصاد وزارتونو معینانو، د سرې میاشتې او احصایې او معلوماتو ادارو رییسانو په ګډون، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شویو ته چې کورونه یې له لاسه ورکړي و، هغوۍ ته د رسېدو او د بشري مرستو د تنظیم په اړه غونډه ترسره کړه. د سویل ختيځ ولایتونو زلزلې ځپلو ته د رسېدو او بشري مرستو اړوند چارو د تنظیم کمېسیون په غونډه کې چې مولوي شرف الدین مسلم د دې وزارت مرستیال یې مشرۍ وکړه، پریکړه وشوه چې د اړوندو وزارتونو لخوا یو تخنیکي ټیم جوړ شي ترڅو زلزلې ځپلې سیمې ته ولاړ شي او د زیانمن شويوسیمو سروې وکړي چې آیا دغه سیمې د کورونو د بیا رغونې لپاره توان او خوندیتوب لري او که نه، د یادو سیمو د بیا رغونې توان نه درلودو په صورت کې، باید پر دولتي ځمکو باندې د یو ښارګوټي جوړولو پر پروسې او د زیانمن شویو پر انتقال باندې کار ترسره شي. د دې ترڅنګ، په یاده غونډه کې د مرستو رسولو په لړۍ کې د شفافیت او د ویجاړو شویو سیمو د بیا رغونې په برخه کې د موسساتو د همکاري په اړه خبرې وشوې.
news picNews Photo

 

news pic

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .