پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ژوندلیک

‌بیوګرافی

 

غلام بهاوالدین جیلاني د غلام جیلاني زوی په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د حصار مناره په کلي کې په یوې دیندارې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
په ۱۳۶۱ کې د خپل ماشومتوب ورځې د تېرولو وروسته، په شپږ کلنۍ کې د الجهاد په ښووهځي کې شامل شو، هغه لومړني درسونه په دې ښوونځي کې تر نهم ټولګي پورې ولوستل، وروسته په ۱۳۷۰ کال کې د جبل السراج نارینه لیسې لسم ټولګې کې شامل شو او هلته یې خپله لیسه پای ته ورسوله.
په ۱۳۷۳ کال کې، د کانکور په آزموینی کې د بریالي کېدو وروسته، د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي ته لار وموندله چې تر دریم سمستر پوري یې دوام ورکړ، خو بدبختانه په کابل ښار د طالبانو د بریدونو له امله مجبوره شو چې زدکړې پریږدي. او د وطن د دفاع لپاره یې د مقاومت په لیکو کې ګډون وکړ او د خپل مجاهد پلار او نورو زړورو مجاهدینو سره د وطن څخه دفاع وکړه.
نوموړې په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو له ماتې او د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د ملي پولیسو په لیکو کې د د افسر په توګه دنده ترسره کړه. ښاغلي جیلاني په سوداګرۍ کې د بوختیا ترڅنګ د خپلو لوړو زده کړو هم د تعقیبولو هڅه وکړه او وتوانېد چې په ۱۳۸۷ کال کې د لیوالتیا په درلودو سره د کاردان پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې شامل شي. او په بریالیتوب سره د زده کړو له بشپړولو وروسته یې د لیسانس سند ترلاسه کړ.
وروسته په ۱۳۹۳ کال کې هغه په پروان کې ولایتي شورا ته ځان کاندید کړ، او د پایلو اعلان وروسته یې تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې او دې شورا ته یې لاره وموندله، چې د اداري پلاوي د ټاکنو وروسته وتوانید چې د ریاست چوکۍ ته لاسرسۍ ومومي. او د پنځو کلونو لپاره یې د دې شورا ریاست ترلاسه کړ. همدارنګه د ولایتي شورا ریاست د درلودو ترڅنګ په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون مشري هم کړې ده.
اوس مهال غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلی جیلاني په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو باندې پوره تسلط لري.

 

 

 

 

اطلاعیه هاAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .