د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) COAR مؤسسې په ملاتړ، په غنيخېل ولسوالۍ کې د مهمند درې، شینواري، نازیان، بټي کوټ، لعلپورې او حصارک ولسوالیو اړوند ۲۲۸ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته ۸,۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې او د UNICEF له لوري هرې کورنۍ ته یو د حفظالصحې کېټ ووېشل شو او په ټولیز ډول یو میلیون او نه لکه او اته دېرش زره (۱٫۹۳۸٫۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او یونیسف (UNICEF) COAR مؤسسې څخه مننه او قدرداني وکړه.
