د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او APSSO مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د استالف، قرباغ ولسوالیو او بېلابېلو ناحیو ۵۰۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري ۲۱۸ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته ۱۶ قلمه توکي لرونکی یو روغتیایې کېټ، ۳ پلاستیکي صندقونه، ۶ جوړه څپلکې، ۳ څراغونه، ۱۰۰ پاکټه د اوبو پاکولو ټابلېټونه، د APSSO مؤسسې له لوري یاد شمېر کورنیو هرې یوې ته ۱۱ قلمه توکي لرونکې یوه بسته ژمنۍ د البسې کېټ، همدارنګه پاتې ۲۸۲ کورنیو هرې یوې ته د مؤسسې له لوري یوه بسته ژمنی د البسې کېټ ووېشل شو.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او APSSO موسسې څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او خوښي څرګنده کړه.
