د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز مهترلام کې د یوه کانال پاکولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز مهترلام اړوند د لیونیانو بېلې په سیمه کې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي د یوه کانال د پاکولو کار رسماً پیل کړ.
یاد کانال د وروستیو سېلابونو او ورښتونو له امله له خټو او رسوباتو ډک شوی و، چې له کبله یې شاوخوا ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه د اوبو له کمښت او وچېدو له جدي ګواښ سره مخ شوي وو.
په همدې موخه د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري خیر محمد غازي، یادې سیمې ته سفر وکړ او د کانال د پاکولو چارې یې په رسمي ډول پیل کړې. تمه کېږي چې د دې کانال په پاکېدو سره به کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسېدو بهیر بېرته عادي شي او د بزګرانو فصلونه به د زیان او وچېدو له خطر څخه خوندي شي.
د سیمې اوسېدونکو د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د کانال پاکول به د دوی کرنیزې ځمکې او فصلونه له وچېدو وژغوري. یاد ریاست ډاډ څرګند کړی چې د خلکو د ژوند، مالونو او عامه شتمنیو د خوندیتوب او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
نېټه: ۱۴۴۸/۰۱/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
