د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ریاست ۴۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Mon, Apr 27 2026 11:02 AM
تصویر خبر

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA)  په همغږۍ او د IOM، WFP، UNFPA، AYSO، ADA  او INTERSOS بنسټونو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۴۲ زیانمنو شوو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د ADA موسسې په همکارۍ، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۸ لیتره غوړي، ۲۵ کیلو دال، ۲۲ کیلو بسکټ او ۲ کیلو مالګه د IOM  سازمان له خوا هرې کورنۍ ته یوه کورنۍ بسته، ۲ د اوبو بېلرونه، ۳ تختې کمپلې او یو سولري څراغ د INTERSOS مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته د اوبو د تصفیې یوه بسته، یوه روغتیايي بسته او ۲ د روغتیا ساتنې بستې او همدارنګه د UNFPA او AYSO  مؤسسو له خوا هرې کورنۍ ته ۲ تختې ترپالونه ووېشل شول.

همداراز، د IOM  سازمان له خوا له همدې کورنیو څخه هغو ۳ کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ورکړل شوه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .