د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۸۵ مستحقو کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د مرکز اړوند ۳۸۵مستحقو کورنيو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کيلو اوړه, ۱۰ کيلو وريجې، ۸ لیټره غوړي، ۲۰ پاکټه آش، ۷ کيلو دال نخود، ۵ کيلو لوبیا او ۳ کيلو خرما وويشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
