د کابل ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۲ مستحقو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د انټرساس نړیوالې مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ په مسته چینې کلي کې ۱۵۲ مستحقو کورنیو ته نغدې او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵,۸۰۰ افغانۍ او د ۳۶ قلمه توکو یوه ژمنۍ بسته ووېشل شوه، چې ټولټال اته سوه او یو اتیا زره او شپږ سوه (۸۸۱،۶۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
