د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴۱ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د RRAA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې ۳۴۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې .
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۲,۲۱۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیونه او یوسل او دري شپېته زره او شپږ سوه او لس (۴,۱۶۳,۶۱۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې .
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۲ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
