په فراه ولایت کې بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم د همکارۍ له مخې، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له تېرو جګړو څخه یو شمېر پاتې شوي چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
د دې عملیاتو په پایله کې، یو فیر د هاوان ۶۰ میلي مترۍ مرمۍ، یو فیر د راکټ ۸۵ میلي مترۍ مرمۍ او یو فیر د توپ ۲۲۱ میلي مترۍ مرمۍ په خوندي توګه له منځه یوړل شوې.
د دې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د هر ډول مشکوکو او چاودېدونکو تو د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د خطرونو د کمولو په موخه احتیاطي تدابیر ونیول شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
