په کابل ولایت کې د دوو فیرونو د توپ مرمۍ کشف او خنثی کړل شوې

rahyab
Tue, Oct 28 2025 10:55 AM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډافادر مؤسسې د ماین‌پاکۍ ټیم په همکارۍ، د کابل ښار د شپږمې حوزې د پاکولو په عملیاتو کې د ۱۱۵ میلی‌متري دوه د توپ مرمۍ وموندلې او په خوندي توګه یې له منځه یووړې، دا مرمۍ د ملي موزیم دننه موندل شوې وې.
دا عملیات د ښار د اوسېدونکو او عامه ځایونو د خوندیتوب په موخه ترسره شوي وو. د ماین‌پاکۍ تخنیکي ټیم د سیمې له کره ارزونې وروسته دواړه مرمۍ چې د موزیم دننه وې، وپېژندلې او په خوندي ډول یې له منځه یووړې.
د ماین‌پاکۍ د ټیم پر وخت ګام د ملي موزیم د کارکوونکو او لیدونکو لپاره د هر ډول احتمالي پېښې او ګواښ مخه ونیوله.
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د ډافادر مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه او د تاریخي او حساسو سیمو د پاکولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. دغه راز یې د ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې د شکمنو ځایونو په اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .