د هلمند غور

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمه‌ییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

د ولایتي ریاستونو موخې

1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.

د  غور  ولایت  له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست

فعالیتونو او لاسته راوړنې: 
(د 1404 د لمړی ربع راپور)

د ریاست مسوول:        ملاعبدالوکیل   
د اړیکې شمېـــره:         0780706092 
ایمیل:                          ghor@andma.gov.af         

ژوندلیک:                  (د نور معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.)

د ریاست موقعیت:          فیروز کوه، استخبارتو ریاست ته مخامخ
په نقشه کې موقعیت: 

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .