د پکتیا ولایت
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ولایتي ریاستونه، په ولایتي کچه د دې ادارې اجرایي بازو ګڼل کېږي، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو په وړاندې د وقایې، چمتووالي، ځواب وینې او بیا رغونې د پروګرامونو او تګلارو د پلي کېدو په برخه کې اساسي رول لري. دا ریاستونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د قوانینو او تګلارو پر بنسټ، د پېښو د خطرونو د مدیریت اړوندو فعالیتونو د همغږۍ مسؤلیت لري. ولایتي ریاستونه د سیمهییزو چارواکو، شوراګانو او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره په نږدې همکارۍ هڅه کوي تر څو د ټولنو زیانمنتیا راکمه کړي او د پېښو پر وړاندې سیمه ییزې وړتیاوې پیاوړې کړي.
د ولایتي ریاستونو موخې
1. د ولایتونو په کچه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پروګرامونو او پروژو په اغېزناکه توګه پلي کول.
2. له پېښو سره د مبارزې او د خطرونو د کمولو لپاره د سیمه ییزو ټولنو چمتووالی لوړول.
3. د بشري مرستو همغږي کول او د پېښو رامنځته کېدو پر مهال بېړنۍ ځواب وینه.
4. له سیمه ییزو چارواکو، دولتي او غیردولتي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړي کول.
5. د ولایتونو په کچه د پروګرامونو او پروژو د پلي کېدو د بهیر څارنه او ارزونه کول.
6. د وقایوي پروژو او بیارغونې لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړونو جلبول.
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
فعالیتونو او لاسته راوړنې:
(د 1404 د لمړی ربع راپور)
د ریاست مسوول: مولوی نثار احمد نجات
د اړیکې شمیره: 0777676144
ایمیل: nesarwardak786@gmail.com
ژوندلیک: (د نور معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.)
د ریاست موقعیت د بلند منزلو په ساحه کې د ګرديز- کابل عمومي سرک تر څنګ
په نقشه کې موقعیت:
AnnouncementsAll announcements
Warning!
Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .