د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۸۱۰ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته ۵,۱۷۶,۶۰۰ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز کې ۱,۸۱۰ زیانمنونکو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کونۍ ته ۲,۸۶۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۵,۱۷۶,۶۰۰ (۵ میلیونه، ۱۷۶ زره او ۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۹/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره