له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کنسرن نړیوالې مؤسسې تر منځ د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه

rahyab
Mon, Nov 18 2024 10:23 AM
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي  د کنسرن نړیوالې مؤسسې د پروګرامونو مسؤل نایجل ایلمز او د اړیکو مسؤل عبدالحق شریفي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووېل او  د ژمني توکو پر ژر رسیدنه یی زیات ټینګار وکړ او ویې ویل چې تر بل هر وخت کورنۍ په ژمي کي هر ډول مرستو ته اړتیا لري.
همداراز ترابي صاحب وویل چې په هر ولایت کې مؤسسې مرستې وېشي او یا هم سروې کوي موږ ورسره د دولت په اصولو اوچوکاټ کې پوره همکاره یو    ځکه موږ په هر ولایت کی    ریاستونه لرو   
د کنسرن نړیوالې مؤسسې دپروګرام مسؤل نایجل ایلمز وویل چې یاده مؤسسه په ۱۹۹۸ کال کې فعالیت پیل کړی دی او تل یې د سیلاب ځپلو؛ مهارجرینو، زیانمن شوو، روغتیا او زراعت په برخه کي همکاري کړې ده.
ایلمز د یادې ادارې له سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه چې تل یې زموږ سره په هره برخه کې همکاري کړې ده او زموږ ملاتړ یې کړی دی.
دیادونې وړ ده چې یاده موسسه د ۶۵۰۴۵۱ شپږ لکه پنځوس زره څلور سوه یو پنځوس ډالرو په ارزښت له ۱۶۱۳ زیانمنو کورنیو سره ۲۷۴ ډالر د سون توکو او ژمني جامو لپاره مرسته کوي او د ۵۷ ډالرو په ارزښت د درېیو ژمنیو کمپلو مرسته کوي, چې دا مرستې به د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې ۷۹۰ کورنیو او د بدخشان ولایت په تیشکان ولسوالۍ کې ۸۲۳ کورنیو ته ویشل کېږي. 

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۶  هـــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .