۲ میلیونه او ۷۹۰ زره افغانۍ ۱۸۸ کورنیو ته په میدان وردګ ولایت کې د کور د ترمیم لپاره ووېشل شوې
میدان وردګ- د وری ۹-۱۴۰۲
د PIN موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې ۱۸۸ کورنیو ته چې د تېرو جګړو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته یاد شمېر کورنیو ته د ۹۰۰۰ نه تر ۳۸۰۰۰ نغدي افغانۍ ووېشلې.