په میدان وردګ ولایت کې ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د غویي ۴مه-۱۴۰۳
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د PIN موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت دایمیرداد ولسوالۍ اړوند ۳۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۱۸۴۸۰ نه تر ۲۳۸۱۰ افغانۍ ووېشل شوې.