د فراه ولایت د وروستیو سیلابونو د شهیدانو ورثی او مجروحینو سره نقدی مرسته وشوه
فراه _ ۱۳ ثور ۱۴۰۳
ښاغلی الحاج مولوی عبدالرحمن زاهد پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالی او اداری چارو لوی رئیس او د وزارت مقام سرپرست او د اضطرار حالاتو رئیس قاری محمد خوشحال زمانی ، د وروستیو سیلابونو د متضررینو سره د خواه خوږی او د رسیدنې لپاره د فراه ولایت ته سفر وکړ.
مولوی صاحب عبدالرحمن زاهد د فراه ولایت د وروستیو سیلابونو شهیدانو د ورثی او مجروحینو سره خواخوږی وښودله او د ا. ا. ا. د رهبری د مقام خواخوږی پیغام تر څنګ یی نقدی مرستې وویشلی.
مولوی صاحب عبدالرحمن زاهد د فراه د پیښو پر وړاندې د مبارزې رئیس الحاج مولوی محمد اسرائیل سیار او مل پلاوی سره د فراه په ولایتی روغتون کې د مجروحینو سره وکتل او همدارنګه نقدی مرستې وویشلی.
د یادونې وړ ده چی په دې ولایت کې د سیلابونو له امله ۹ کسان شهیدان،۵کسان مجروحین، تقریبا ۳۵۰ کوره قسمی او کلی توګه باندې تخریب ،۱۸۳۰ راس څاروې تلف سوی او ډیر زراعتې ځمکې حاصلات له منځه تللی.