په هرات ولایت کې ۱۱۷۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
هرات- د غویي ۱۲مه-۱۴۰۳
د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د AHF موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د تېرې زلزلې له امله ۱۱۷۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۲ کیلو مالګه او ۸ کیلو نخود په پام کې نیول شوي و.