په ارزګان ولایت کې ۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
ارزګان- د غویي ۱۱مه-۱۴۰۳
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي و، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.