۱۴۱ زیانمنو کورنیو سره په ننګرهار ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
ننګرهار- د غویي ۱۲مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۱۴۱ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دال، بسکېټ او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.