۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته په میدان وردګ ولایت کې غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
میدان وردګ- د غویي ۱۲مه-۱۴۰۳
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې ۱۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ تختې کمپلې، ۲ د اوبو بوشکې، ۱ دانه د اوبو سطل، ۱۰ کلچې صابن او ۱ هایجن کېټ ووېشل شول.