پېښو سره د مبارزې ولایتي رییسانو سره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر لیدنه

tamim_azimi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۶:۳۵
3

ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر په خپل کاري دفتر کې د میدان وردګ, ننګرهار, هرات, لغمان, کونړ, لوګر, پنجشېر, پکتیا او پکتیکا ولایتونو پېښو سره د مبارزې رییسانو سره لیدنه او خبرې وکړې.
لومړۍ د پنجشېر, ننګرهار, هرات, لغمان, کونړ, لوګر, میدان وردګ, پکتیکا او پکتیا ولایتونو پېښو سره د مبارزې رییسانو په وروستیو کلونو کې د خپلو کړنو او فعالیتونو د کاري راپور وړاندې کولو سره د وزارت مقام له مشرتابه څخه د جوړښت, عادي بودجې, بېړنۍ بودجې زیاتېدو, اداري ودانۍ, د ګودامونو جوړول, د بشري مرستو زیاتولو او د وقایوي پروژو پلي کولو غوښتونکي شول.
ورته مهال ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل: په تیر وختونو کې شاهد وو چې طبیعي پېښو زیاتې ستونزې او زیانونه اړولې دي. نو ځکه, د اړتیاوو وړاندوینه بنسټیز او بشري او مالي سرچینې زموږ بنسټیز او عمده لومړیتوبونه دي.
په پای کې ښاغلي غلام بهاوالدین جیلاني پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د پېښو سره مبارزې ولایتي کمیټو تر منځ پر لاډېرې همغږۍ او ولایتي رییسانو ته یې له مرکز سره د کره او دقیقو معلوماتو شریکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې, او پېښو سره د مبارزې ولایتي ریاستونو ته یې د هر ډول همکارئ کولو ژمنه ورکړه.

4

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.