پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د 1400مالي کال بودجې د طرحې استماعیه ناسته ترسره شوه

rahyab
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۸:۵۹
5

د استماعیه ناستو په دوام, دا ځل پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د راتلونکي مالي کال بودجې د طرحې استماعیه ناسته, عبدالحبیب ځدراڼ د مالیې وزارت مالي مرستال په مشرۍ مطیع الله صافۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال, رییسانو او مشاورینو په حضور نن د روان کال د تلې په 26مه د مالیې په وزارت کې ترسره شوه.
په دی ناسته کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې وزارت مسوولینو خپلې بودجوي اړتیاوې وړاندي کړی چې د بودجې کمېټې له لورې پرې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه مطیع الله صافۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: د دی وزارت بودجوي اړتیاوې د حکومت مالي امکاناتو ته په پام سره, د غیر اړینو لګښتونو سپما, د روڼتیا اصل, د خلکو ستونزو ته رسېدنه او پرمختیایی لومړیتوبونو سره په پام کې نیول شوي.
د یادونې وړده، چې په استماعیه ناستو کې دولتي ادارې خپلې بودجوي اړتیاوې وړاندي کوي او د بودجې کمېټه یې د مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې د ملي بودجې په طرحه کې شاملوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.