په کونړ ولایت کې 328 زیانمنو کورنیو خوراکي توکې ترلاسه کړل
کونړ - د غویي - 7مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست له لوري د WFP یا نړیوال خوراکي پروګرام په همکارۍ، 328 کورنیو ته چې د طبیعي پیښو له امله د دې ولایت په 16 اداري واحدونو کې زیانمنې شوې وې د یوې میاشتې خوراکي توکو مرسته تر سره شوه.