په کونړ ولایت کې ۱۱۴ بیځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
کونړ – مرغومی – ۲۷مه – ۱۳۹۹
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د سرې میاشتې ریاست سره په همکارۍ، د وټه پور ولسوالۍ اړوند د چارډانګو د کلي ۱۱۴ کورنیو ته چې د غر ښووېدنې د خطر له امله د خپلو کورونو څخه بېځایه شوې وې، غیر خوراکي مرستې وویشلې.
د یادونې وړ ده چې پدې مرستو کې یو فامیلي کېټ، یو ژمنۍ کېټ، یو هایجن کېټ او د اوبو یوه بوشکه شامل و، او یادو کورنیو ته وویشل شول.