په کندهار ولایت کې د جګړې له امله 800 بېځایه شویو کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست, هغو 800 کورنیو ته چې د جګړې له امله له بېلا بېلو ولسوالیو څخه بېځایه شوي وې, له سروې وروسته د اړوندو مسوولینو په شتون هرې کورنۍ ته 6,000 افغانۍ ووېشلې.