په کندز ولایت کې 3 زره بېځایه شویو کورنیو ته د 18 میلیونه افغانیو د وېش لړۍ پیل شوه

کندز - د سلواغې 23مه - 1399
د کندز ولایت پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون, د خوراک نړیوال سازمان (WFP) او د NPO موسسې په همکاري, د دې ولایت 3 زره بېځایه شویو, راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د 18 میلیونه نقدو افغانیو د مرستو د پروسې دویم پړاو پیل کړ, او هرې کورنۍ ته له سروې وروسته 6 زره افغانۍ وېشي.
له دې وړاندې د دې پروسې اول پړاو بشپړ او هرې کورنۍ ته 6 زره افغانۍ وېشل شوي وې.