په میدان وردګ ولایت کې ۲۵۰ زیانمن شوو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکې ترلاسه کړل

rahyab
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۰:۴۷
11

د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کوار موسسې سره په همکارۍ، ۲۵۰ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي وو، خوراکي او غیر خوراکي توکې ووېشل. پدې مرستو کې ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو شیدې، ۱۰ کیلو مکروني، ۱۲ لیټره غوړي او یو روغتیایي کېټ شامل وو چې د ولایت مقام مرستیال، د پېښو سره مبارزې رییس، ولایتي شورا او سکټوري ادارو غړو په حضور یادو کورنیو ته ووېشل شول. د یادونې وړ ده چې دغه ریاست به هغو بزګرانو ته چې کرنیز محصولات یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وو راتلونکې اونۍ مرستو لړۍ پیل کړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۴:۴۳
Background image

د کندهار ولایت په کور دننه 306 بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کندهار - د زمري 20مه - 1400
د کندهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکارۍ, 306 هغو کورنیو ته چې د جنګ او نا امنۍ له امله له مختلفو ناحیو بېځایه او په مرکز کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۹:۱۲
Background image

په کونړ ولایت کې 168 داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

کونړ - د زمري 13مه - 1400
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNHCR موسسې او د کډوالو چارو ریاست سره په همکارۍ, هغو 168 کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د دې ولایت د غازي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۹:۲
Background image

په کنړ ولایت کې ١٠٠ کورنیو سره غیر خواکې مرسته ترسره شوه

کنړ - د زمري١٢مه - ۱۴۰۰
د کنړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست، او د زهیرالله ،او د محمد صافي په شخصی لګښت ١٠٠ کورنیو ته د صحی او پاکو اوبو لپاره کولرې (ترموز)وویشل شول.