په لغمان ولایت کې ۱۸۱ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
لغمان – د غبرګولي ۶مه – ۱۴۰۰
د لغمان ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، هغو ۱۸۱ کورنیو ته چې د جګړو او ناامنۍ له امله بې ځایه شوي وې، له سروې وروسته د ولایت مرستیالې آغلې برښنا ساپۍ او د اړوندو ادارو د استازو په شتون هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کیلو اوړه، ۱۸ لیتره غوړي، ۲۵ کیلو دال او ۲ کیلو مالګه ووېشل.
