په برمل ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو څخه ۳۲۹ بیځای او زیانمن شوو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړی

rahyab
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۰:۴۴
1

د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د دی ولایت د کلیو پراختیا او د سرې میاشتې ریاست سره په همکارۍ، ۳۲۹ کورنیو لپاره چې د طبیعي او غیر طبیعي (جنګ) پېښو له امله په برمل ولسوالۍ کې زیانمنې او بیځايه شوي وی، وروسته له سروې هري کورنۍ ته خوراکي او غیر خوراکي توکې ووېشل.
د یادونې وړ ده چې د یادو کورنیو څخه ۲۵۸ کورنۍ یې په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا د توغندیو ویشتلو له امله بیځای او ۷۱ نورې کورنۍ د طبیعي پېښو له امله په دغه ولایت کې بیځایه شوي وی، چې وروسته له سروې د خوراکي او غیر خوراکي مرستو تر پوښښ لاندې ونیول شوې

وروستي خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۸:۵۹
Background image

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د 1400مالي کال بودجې د طرحې استماعیه ناسته ترسره شوه

د استماعیه ناستو په دوام, دا ځل پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د راتلونکي مالي کال بودجې د طرحې استماعیه ناسته, عبدالحبیب ځدراڼ د مالیې وزارت مالي مرستال په مشرۍ مطیع الله صافۍ. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۴:۵۵
Background image

په هلمند ولایت کې 120 بیځای شوو کورنیو خوراکي توکې ترلاسه کړل

د هلمند ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست, 120 کورنیو ته چې د وروستیو جنګونو او نا امنیو لا امله د دی ولایت له مختلفو ناحیو څخه بیځای او په مرکز کې ځای پر ځای شوي وی, د ولایت والي, د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د 22 شهیدانو او ټپیانو وارثینو ته د نغدو پیسو وېش

د قندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست, د 22 شهیدانو او ټپیانو وارثینو ته چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان او ټپیان شوي وو, د هر شهید کورنۍ ته 50000. . .