ننګرهار کې د طبیعي پېښو له امله د ۲۹ شهيدانو کورنيو سره د نږدې يو نيم ميليون افغانیو نغدي مرسته وشوه
ننګرهار - ۱۵/ ۸/ ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې له لوري د دولس ولسواليو د طبیعي پېښو له امله د ۲۹ شهيدانو کورنيو غړو سره د يو ميليون او څلور سوه پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې رئيس سنګر الکوزي وويل، چې دغه مرستې د دې ولايت د دولس ولسواليو هغو کورنيو سره تر سره شوې چې د کورنۍ غړي يې د تندر، ځمکې ښويدنې، سیلابونو او د خونو چت لويدو په پېښو کې شهيدان شوي و.
