له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM د رئیسي سره وکتل

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د رئیسي پارک میهیونګ، د معلوماتو د تعقیب د پروګرام مسؤل الحمداني مظهر او د اظطراري حالتو مسؤل فهیم صافي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ښاغلې ترابي صاحب له هرڅه وړاندي د IOM پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي IOM سازمان تل زموږ سره په بشري او تخنیکي مرستو کي همکارۍ کړې ده چي موږ ورڅخه مننه کوو او ځانګړي مننه یی ورڅخه وکړه چي د خپلو ۵۰۰ کارمندانو په مټ یې په ۳ میاشتو کي هغه سیمي په نښه کړې چي تر خطر لاندې وې.
همداراز ترابي صاحب د مهاجرت د نړیوال سازمان د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چي د ولایتونو د کارونو دچټکیتا او شفافیت لپاره د ۳۵ بایمټريک د ستګاوو، ۳۴ لوډ سپیکرونه او په کلیو کي د رضا کارانو د نیولو په برخه کي همکاري راسره وکړي.
د IOM سازمان رئیسي پارک میهیونګ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه چي موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یې کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره په طبعي او غیر طبعي پیښو کي زیاته همکاري کړي ده او موږ به تل هڅه کوو چي ددې ادارې سره همکاره پاته سو.
اغلې پارک زیاته کړه چي ستاسو غوښتني مونږ واوریدلي او کوښښ به وکړو چي د دې ادارې اړتیاوي پوره کړو او په یاده برخه کي به همکاري وکړو.
نیټه: ۱۴۴۶/۸/۱۲ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
