په پکتیکا ولایت کې 100 زیانمن شوو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکې ترلاسه کړل

rahyab
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۱:۳۳
11

د پکتیکا ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د کلیو پراختیا ریاست سره په همکارۍ, 100 کورنیو ته چې د دی ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله کورونه یې په بشپړه او نیمه توګه وېجاړ شوي وو, خوراکي او غیر خوراکي توکې ووېشل.
95 زیانمن شووو کورنیو ته چې کورونه یې لمینځه تللي وو, د خوراکي توکو دوه کڅوړې او د پخلنځي یو کېټ, او 5 کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه توګه وېجاړ شوي وو, د خوراکي توکو یوه کڅوړه چې 50 کیلو اوړه, 20 کیلو وریجې, 5 لیټره غوړي, 3 کیلو لوبیا, 3 کیلو بوره, 2 کیلو مالګه, یو کیلو شین چای, یو دانه سطل او دوه د اوبو ډبې په کښې کې شاملې دي, د ولایت مقام مرستیال, د پېښو سره مبارزې رییس او د کلیو پراختیا رییس په شتون ووېشلې.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۸:۴۲
Background image

کونړ والي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له پلاوي د پېښو مدیریت لپاره د وقایوي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري عمومي رئیس شیر محمد فیضي او مل پلاوي کونړ ته د سفر په ترڅ کې د کونړ له والي او پېښو ته د ځواب ویلو ولایتي کمېټې له استازو سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

پکتیا ولایت کې د جګړو او نا امنیو له امله ۱۰۱ داخلي بيځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته تر سره شوه

چهار شنبه – ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
د پکتیا ولایت کډوالو او راستنیدونکو چارو او پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتووالي ریاستونو سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي استازولۍ(UNHCR) لخوا د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۰:۴۷
Background image

په لغمان ولایت کې ۱۳۹ بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

لغمان-چنګاښ-٢٠مه-١٤٠٠
د لغمان ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي او کډوالو چارو ریاستونو سره په همغږۍ د WFP ادارې له لوري ۱۳۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره مرسته تر دپیښو پر وړاندي چمتووالي. . .