۵ میلیونه، ۲۶۳ زره او ۵۷۵ افغانۍ ۳۲۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې او ۲۴۹ بېوزله کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د غویي ۱۹مه-۱۴۰۳
د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره د Save the children موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۳۲۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې او ۲۴۹ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته ۵ میلیونه، ۲۶۳ زره او ۵۷۵ افغانۍ ووېشلې.
په دی مرستو کې هرې بېوزلې کورنۍ ته ۱۲۷۰۰ افغانۍ او هر کاریګر ته د ۱۵ ورځو کار په بدل کې په بېلابېلې کټګورۍ کې په ورځني ډول له ۴۱۹ نه تر ۵۴۷ افغانۍ ووېشل شوې.